چین له ملګرو ملتونه غوښتي، چې طالبان سولې ته وهڅوي

28 قوس 1397 ساعت 13:37

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وايي، ملګري ملتونه دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.


په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وايي، ملګري ملتونه دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هغه په وینا ملګري ملتونو او امنیت شورا دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

دغه چینايي دیپلومات زیاته کړې، چې په روان کال کې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده، نو ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې په پای ته رسولو کې همکاري ډېره کړي.

هغه پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ډېر کړي او د امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کې خپلې مرستې پراخې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وايي، په سیمه کې د ثبات راوستلو او جګړو ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي چې نړیوال یې باید ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com