کونړ او فاریاب کې ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

28 قوس 1397 ساعت 13:39

ملي دفاع وزارت په کونړ او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په کونړ او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه عملیاتو کې د فاریاب په دولت آباد او ګرزیوان او د کونړ په اسمارو کې تر سره شوي، لږ تر لږه ۲۹ وسله وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپانه کې راغلي، د فاریاب په یادو دوه ولسوالیو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان، یو عراده موټر، پنځه عرادې موټرسایکلونه او دوه پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د کونړ په اسمارو کې بیا ۱۵ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111484

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111484/

جمهور
  https://www.jomhornews.com