۰

کابل کې د ښځینه او ماشوم زندانیانو وضعت د اندېښنې وړ دی

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۵
کابل والي محمد یعقوب حیدري د دې ولایت په زندانونو کې د ښځینه او ماشومو زندانیانو پر وضعیت اندېښنه وښوده.
کابل کې د ښځینه او ماشوم زندانیانو وضعت د اندېښنې وړ دی
کابل والي محمد یعقوب حیدري د دې ولایت په زندانونو کې د ښځینه او ماشومو زندانیانو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له والي حیدري نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۸ مه کابل کې د مېرمنو یوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، سره له دې چې د ولایتي مشرتابه کابل کې د مېرمنو د وضعې د ښه والي لپاره د پام وړ کار کړی خو بیا هم ګڼې ستونزې شته دي.

د هغه په وینا یو له دغه ستونزو هم د کابل په زندانونو کې د ښځینه او ماشومو زندانیانو وضعیت ښه نه دی او دا د بشري حقونو د منطق څخه لرې خبره ده.

نوموړي و ویل، چې د نړۍ په هېواد هېڅ هېواد کې هم کومه مېرمن یا ماشوم د مېړه یا پلار د جرم په تور نه دی زنداني شوی خو په خواشنۍ چې په کابل کې دغه څه تر سترګو کېږي او شته دي.

د هغه په وینا د کابل په زندانونو کې داسې هم لیدل کېږي، چې یو چا جرم کړی خو په تور یې ورسره مېرمن او ماشومان هم زندان ته اچول شوي او مجرم بلل شوي دي، چې دا له هېڅ منطق سره سر نه خوري.

د کابل والي د مېرمنو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې و ویل، چې د کابل درې میلیونه نفوس مېرمنې جوړوي، خو د کابل ولایت امکانات د دوی لپاره بسنه نه کوي، ځکه دغه ولایت هم د یوه درېیمه درجه لرونکي ولایت په کچه امکانات په واک کې لري.

دی وايي، دمګړۍ کابل کې ۴۰ سلنه مېرمنې د ښوونکو دندې تر سره کوي، خو د کابل سیمه ییزه اداره هڅه کوي، چې کابل مېرمنې د اقتصادي پلوه خپلواکي تر لاسه کړي.

د کابل والي وايي، دوی د دې هدف د پوره کېدو له پاره کابل کې ۲۸۵ جرېبه ځمکه ثبت کړې تر څو ښارګوټي په کې جوړ او کابلي مېرمنو ته یې ورکړي.

دغه غونده کې د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني هم د مېرمنو پر پیاوړتیا د ټېنګار تر څنګ له مېرمنو وغوښتل، چې خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي تر څو دولت دوی ته د کار زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي.
 
د لومړۍ مېرمنې په وینا که څه هم مېرمنې له ستونزو سره مخ دي، خو باور لري، چې افغان مېرمنې به له دې ستونزو سره سره مختګ کوي او د خپلې ټولې په موضوعاتو کې به مهم رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي