د پوهنې وزارت:

درې نیم میلیونه له زده کړو پاتې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروو

28 قوس 1397 ساعت 14:46

د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې یې د ۳.۵ میلیونه له زده کړو پاتې ماشومانو د پېژندنې پروسه پیل کړې، چې تر بشپړېدو وروسته به ورته د زده کړو زمینه برابره شي.


د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې یې د ۳.۵ میلیونه له زده کړو پاتې ماشومانو د پېژندنې پروسه پیل کړې، چې تر بشپړېدو وروسته به ورته د زده کړو زمینه برابره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاندې نوریه نزهت نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۸ مه کابل کې روغتیايي او زده کړیز خدموتونو د ښاریانو د لاس رسي تر نامه لاندې غونډه کې ټینګار وکړ، چې د پوهنې وزارت له ښوونځي د پاتې ماشومانو د پېژندنې پروسه تر لاس لاندې نیولې ده.

نوموړي و ویل، چې د پوهنې وزارت د دې نوي پلان پر اساس به لومړی له زده کړو پاتې ۳.۵ میلیونه ماشومان وپېژندل شي، طبقه بندي به شي او وروسته به د زده کړو زمینه ورته برابره کړای شي.

هغه وايي، همدا اوس د هېواد په ۱۲۹ ولسوالیو کې دغه پروسه پیل شوې او ډېر ژر به یې لمن د هېواد نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

دغه راز هغه دې پوهنیز نصاب او د ښوونکو د کموالي ستونزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې وزارت د دې ستونزې د هواري لپاره هم پلان لري.

د مېرمن نزهت په خبره د وزارت د پنځه کلن پلان له مخې به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې له ۳۰ زره زیات قراردادي ښوونکي معارف کې جذب شي او دغه راز به وزارت هر کال ۴۰ میلیونه نوي کتابونه چاپوي.

د پوهنې وزارت ویانده وايي، همدا اوس د پوهنې وزارت د ۵۲ زره بستونو له کمښت سره مخ دی، چې د دې ستونزې هوارول د یوه کال کار نه دی بلکې هر کال به یې یوه برخه ستونزه حل کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 


 


د مطلب کود: 111489

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111489/

جمهور
  https://www.jomhornews.com