۰
ولسي جرګه:

حکومت باید د سولې په تړاو د سیاسي ګوندونو طرحې هم په پام کې ونیسي

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
ولسي جرګه په اماراتو کې د افغان سولې په تړاو له ناستې د ملاتړ تر څنګ د سولې په برخه کې د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ په همغږۍ هم ټینګار وکړ.
حکومت باید د سولې په تړاو د سیاسي ګوندونو طرحې هم په پام کې ونیسي
ولسي جرګه په اماراتو کې د افغان سولې په تړاو له ناستې د ملاتړ تر څنګ د سولې په برخه کې د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ په همغږۍ هم ټینګار وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د نن شنبې لیندۍ ۲۸ مې په غونډه کې و ویل، له نېکه مرغه نن د افغان سولې او جګړې د پای ته رسېدو په اړه ملي او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، افغان ولس په بې صبرۍ سره د سولې د راتګ او جګړې پای ته رسېدو ته شېبې شماري، هیله ده، چې دې ارمان ته ورسېږي.

د ولسي جرګې رییس د سولې له هڅو د ملاتړ تر څنګ و ویل، ښه به وي، چې د سولې د خبرو لپاره یوه ځانګړې ستراتېژي چې د ولس ریښتنې استازیتوب وکولای شي او ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د مېرمنو فعالانو ته د منلو وي رامنځ ته شي، تر څو وسله وال مخالفین هم پرې باور وکړي.

ښاغلي ابراهیمي ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې حکومت باید د سیاسي ګوندونو د سولې طرحې هم په پام کې ونیسي تر چې همغږي رامنځ ته او د سولې پروسې په برخه کې د یوې مسوولې ادارې په توګه د حکومت ځای هم زیان ونه ویني.

د ولسي جرګې مشر پر ګاوندیو او د سیمې پر هېوادونو هم غږ وکړ، چې د یوې تل پاتې او باعزته سولې لپاره د افغانستان سره همکاري او مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر غړو د سیاسیونو پر وروستیو څرګندونو نیوکې وکړې او حمیدزي لالي و ویل، که سیاسیون او سیاسي ګوندونه له سولې وېرنه نه لري نو نباید دواړو پېښې په یوه موزه کړي او سولې له شورا سره موازي بله شورا رامنځ ته کړي.

د ولسي جرګې بل غړي عبدالستار خواصي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویلو چې سیاسي ګوندونه باید داسې څرګندونې وکړي چې د ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

د هغه په وینا سیاسي ګوندونه باید داسې څرګندونې ونه کړي، چې د سولې په پروسه کې یې د شخصي ګټو پر پاللو دلالت وکړي، که نه د افغان بچیانو د وینې توییدنې مسوولیت به د همدوی تر غاړې وي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي هم و ویل، چې سوله نېږدې ده او ځینې سیاسیون نه باید د بهرنیو هېوادونو د خوښۍ لپاره د سولې پروسه تخریب کړي.
 
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي