۰

تیفا: د ټاکنو کمېسیون سیاسي لوبې پیل کړې دي

پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۹
د افغانستان د ټاکنو د روڼتیا د څار بنسټ یا تیفا ادعا کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپله خپلواکي او د خلکو د رایې ساتنې پروسه نقض کړې او سیاسي لوبې یې پیل کړې دي.
تیفا: د ټاکنو کمېسیون سیاسي لوبې پیل کړې دي
د افغانستان د ټاکنو د روڼتیا د څار بنسټ یا تیفا ادعا کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپله خپلواکي او د خلکو د رایې ساتنې پروسه نقض کړې او سیاسي لوبې یې پیل کړې دي.

د دغه بنسټ چارواکي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو د علام په برخه کې سیاسي مصلحتونه په پام کې نیسي او د همغو پر بنسټ یې دا پروسه مخ ته وړې ده.

یاد بنسټ زیاتوي تر کومه چې دوی په ګڼو محلونونو کې د ټاکنو او رایو د شمېر پروسه څارلې تر ډېره په کې ښکاري، دغه کمېسون بې پرېتوب نه دی کړی او د خلکو له پاکو رایو یې ساتنه نه ده کړې.

د تیفا ویاندې صغرا سعادات جمهور خبري آژانس سره په یوه مرکه کې و ویل، د رایو هغه فورمونه چې د رایې شمېر له محلونو ورکړل شوی او هغه لومړنۍ پایلې چې کمېسیون اعلان کړې زیات توپیر لري.

نوموړې وویل«کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې خپل بې پرېتوب تر پښو لاندې کړ، عملآ سیاسي لوبو ته داخل شو او ځانګړي کسان یې په دې پروسه کې بریالي اعلان کړل.»

د هغې په وینا دا چې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د شکایتونو د ثبت زمینه برابرېږي نو د ټاکنو د شکایاتو له کمېسیون څخه د دوی جدي غوښتنه دا ده، چې په جدیت پلټنې وکړي، د خلکو شکایتونه ورازوي او د خلکو له پاکو رایو ساتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي