۰

فاریاب کې د طالبانو د سرې قطعې درې قوماندان وژل شوي

پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۳
ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د درې قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
فاریاب کې د طالبانو د سرې قطعې درې قوماندان وژل شوي
ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د درې قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۹ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي پر طالبانو پرون د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې هوايي برید شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي، چې درې تنه یې په کې د سرې قطعې قوماندانان هم شامل دي.

دفاع وزارت وايي، ملا خالد، ملا رسول او ملا نیاز مشهور ظهوري هغه کسان دې، چې د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان وو.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دې هوايي بریدونو کې ۱۳ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم د فاریاب په دولت آباد او ګرزیوان ولسوالیو کې د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

تر دې وړاندې بیا دفاع وزارت په پکتیکا ولایت کې هم د بلال ځدران په نوم د یوه طالب قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی و، چې په وینا یې د پکتیکا، پکتیا، خوست، میدان وردګ او لوګر لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وو.

دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ ژمني هوايي او ځمکني عملیات خورا په بریالتوب مخ ته روان دي، او په ګڼو ولایتونو کې یې د طالبانو ډېرمهم مهم کسان له منځه وړي او دغه ډله یې ځپلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي