۰

امریکايي سرتېري له سوریې وځي

پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داعش په سوریه کې ماته خوړلې نو امریکا ته پکار ده، چې خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي.
امریکايي سرتېري له سوریې وځي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داعش په سوریه کې ماته خوړلې نو امریکا ته پکار ده، چې خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي چارواکي هم وايي، د ټرمپ تر حکم وروسته له سوریې امریکايي پوځيان وباسي.

رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې اد امریکايي سرتېرو بېرته ستنیدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کې بشپړ شي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي به هم په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بېرته هېواد ته ستانه شي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې اد امریکايي سرتېرو بېرته ستنیدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کې بشپړ شي.

باید و ویل شي، چې امریکا په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان لري چې د داعش په ضد جګړه کې یې برخه اخیسته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي