۰
افغان حکومت:

طالبان سولې ته ژمن نه دي، د جګړې دوام غواړي

شنبی ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، متحده عربي اماراتو کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوی سره خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدو وښوده، چې دغه ډله سوله ته ژمنه نه ده او د جګړې دوام غواړي.
طالبان سولې ته ژمن نه دي، د جګړې دوام غواړي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، متحده عربي اماراتو کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوی سره خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدو وښوده، چې دغه ډله سوله ته ژمنه نه ده او د جګړې دوام غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرې اوونۍ له دوشنبې تر چهارشنبې په اماراتو کې د افغان سولې په تړاو، د امریکا، طالبانو، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان استازو ترمنځ خبرې روانې دې.

د همدې ناستې پر مهال د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی و تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، خو طالبانو له افغان مرکچي پلاوی سره له خبرو انکار وکړ.

ارګ وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی له اماراتو کابل ته رسېدلی او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د دې ناستو معلومات شریک کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې د خبرو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې د امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي هڅې ستایلې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ولس او افغان حکومت سوله غواړي او په دې برخه کې یې زیاتې کړې او حکومت د یوه مسوول نظام په توګه خپل رسالت تر سره کړی، خو په خواشنۍ، چې طالبانو په اماراتو کې له مخامخ خبرو انکار وکړ.

خبرپاڼه وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره خبرې وکړې، خو طالبان خبرو ته حاضر نه شول.

سرچینه زیاتوي، چې پر دې د امریکا، سعودي او ماراتو استازو هم خوشني څرګنده کړې، خو ډاډ یې څرګند کړ، چې د افغانستان دولت هېوادونه به راتلونکې کې د مخامخ خبرو زمینې برابرولو کې خپل رول ولوبوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو دغه کار د افغان ولس او نړیوالو بر حق غوښتنه رد کړه او دا ښيي، چې طالبان د افغانستان او سیمې سولې او ثبات ته ژمن نه دي، بلکې د جګړې دوام غواړي، چې دا خپله د طالبانو سیاسي ماتې په ګوته کوي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ ډاډ ورکړی، چې د طالبانو دغه انکار په دې مانا نه دی، چې ګڼې هغو له مسوولیت څخه خلاصېدای شي او یا به هم افغان حکومت د سولې خبرې څندې ته کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حکومت به په پوره جرائت او مدیریت سره د سولې هڅو ته دوام ورکوي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلې خاورې او ولس ساتنه کولای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي