۰

اروپايي ټولنې پر روسیې لګېدلي بندیزونه نور هم وغځول

شنبی ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
د ۲۸ هېوادونو جوړې اروپايي ټولنې پر روسیه لګېدلي څلور کلن اقتصادي بندیزونه د څه مودې لپاره نور هم وغځول.
اروپايي ټولنې پر روسیې لګېدلي بندیزونه نور هم وغځول
د ۲۸ هېوادونو جوړې اروپايي ټولنې پر روسیه لګېدلي څلور کلن اقتصادي بندیزونه د څه مودې لپاره نور هم وغځول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې څلور کاله وړاندې پر روسیه د کریمیا د ټاپو وزمې د ور یو ځای کېدو په بدل کې اقتصادي بندیزونه لګولي وو.

ټاکل شوې وه چې دغه بندیزونه د روان میلادي کال تر پای پورې چې څو ورځې یې پاتې دي، لرې شي، خو د اروپايي ټولنې شورا نه یوازې دغه بندیزونه لرې نه کړل، بلکې د شپږو نورو میاشتو لپاره غځولي دي.

د دغه شورا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر مسکو لګېدلي بندیزونه به د راتلونکي میلادي ۲۰۱۹ کال تر جولای میاشتې پورې پر ځای پاتې وي.

باید و ویل شي، چې د اروپايي شورا دغه بندیزونه  شورا د روسيې د انرژۍ، بانکدارۍ او دفاعي سکټورونه په نښه کوي.

دغه ټولنې روانه اوونۍ پر هغو پنځو روسي وګړو د ویزو پر بندلو او په اروپا کې د هغوی د پانګو پر کنګل کولو موافقه وکړه چې په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د کیمیاوي موادو په برید کې په لاس لرلو تورن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي