د هانډ دفاع وزیر:

امریکا باید افغانستان کې د سرتېرو کمولو موضوع له موږ سره شریکه کړي

1 جدی 1397 ساعت 10:16

د هالنډ دفاع وزیر آنک بایلویلد له افغانستان د امریکايي ځواکونو د کمولو اعلان حیران کړی او د امریکايي ولسمشر دا کار یې له وخته وړاندې اقدام بللی دی.


د هالنډ دفاع وزیر آنک بایلویلد له افغانستان د امریکايي ځواکونو د کمولو اعلان حیران کړی او د امریکايي ولسمشر دا کار یې له وخته وړاندې اقدام بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې آنك بايلويلد ټینګار کړي، چې د امریکا دا کار له وخته وړاندې دی او باید په دې اړه د تړون د غړو هېوادونو سره موضوعات شریک کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« كله چې يو هېواد د يوه تړون غړى وي، بايد موضوعات د تړون له نورو غړو سره شريك كړي، نه دا چې د ټويټر له لارې يې اعلان كړي.»

نوموړي ویلي، چې هالنډ په افغانستان كې د وضعيت ښه كولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كوي، ځكه د دې هېواد امنيتي حالت ښه نه دى.

باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې پنشنبې په ورځ اعلان کړی، چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو حضور کم کړي.

امریکايي رسنۍ وايي، ټرمپ له افغانستان د ۷ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو امر ورکړی دی او ښايي راتلونکې اوونۍ دغه لړۍ پیل شي.

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه ځینې اندېښنې راپورته کړې، خو افغان حکومت ویلي، د امریکايی ځواکونو وتل به د افغانستان پر امنیت هېڅ ډول ناوړه اغېز ونه کړي، ځکه له تېرو څو کلونو راهیسې افغان ځواکونو دا وړتیا پیدا کړې، چې له خپلې خاروې او ولس په مېړانه دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111561

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111561/

جمهور
  https://www.jomhornews.com