په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو اکمالاتي کاروان ته کمېن نیولی وو چې هوايي برید پرې وشو او له ماتې سره مخ شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په یاد زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د مرغومي اوله په یوه خبرپانه کې ویلي، طالبانو پرون د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د بازار قلعه په سیمه کې کمېن نیولی وو.
سرچینه زیاتوي، طالبانو هڅه کوله د افغان امنیتي ځواکونو په هغه اکمالاتي کاروان برید وکړي، چې له دولت آباد څخه شرین تګاب ولسوالۍ ته په لاره وو.
خو په وینا یې د طالبانو له بریده وړاندې د هغوی د کمین ځای پر نښه او د افغان پوځ له خوا پرې مرګوني هوايي بریدونه وشول او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې هوايي بریدونو کې د یوه قوماندان ملا فاضل په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د افغان ځواکونو اکمالاتي کاروان پرته له کوم زیان څخه د شرین تګاب ولسوالۍ مرکز ته رسېدلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب