۰

برېتانیا له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي

شنبی ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
د برېتانیا د پوځ مشر جنرال نیکولا پټریک کارټر وايي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو نظامي مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
برېتانیا له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي
د برېتانیا د پوځ مشر جنرال نیکولا پټریک کارټر وايي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو نظامي مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېتانیا د پوځ مشر جنرال نیکولا پټریک کارټر دغه څرګندونې نن شنبې د مرغومي لومړي نېټه له افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په یوه ناسته کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپار شوي معلومات وايي، ښاغلي عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې له جنرال کارټر سره ولیدل او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، اجرائیه رییس له افغانستان سره په ځانګړې ډول له افغان امنیتي ځواکونو سره د برېتانیا له مرستو څخه مننه او کابل ته د برېناتیا د پوځ د مشر له راتګ څخه هرکلی وکړ.

په دې معلوماتو کې ویل شوي، د برېتانیا د پوځ مشر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

باید و ویل شي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو، د افغان سولې، ولسمشرۍ ټاکنو، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي