۰

ننګرهاکې ۵۱ میله وسلې او شپږ قاچاق کوونکي ونیول شول

شنبی ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۹
سرحدي ځواکونو ننګرهار ولایت کې ۵۱ میله ډول ډول وسلې، چې له پاکستانه، افغانستان ته راوړل کېدلې نیولې دي.
ننګرهاکې ۵۱ میله وسلې او شپږ قاچاق کوونکي ونیول شول
سرحدي ځواکونو ننګرهار ولایت کې ۵۱ میله ډول ډول وسلې، چې له پاکستانه، افغانستان ته راوړل کېدلې نیولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، د همدې وسلو په تړاو شپږ تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي، چې وسلې او قاچاق کوونکي نن شنبې د مرغومي اوله د سرحدي ځواکونو په لومړۍ لوا کې خبریالانو ته وښودل شول.

ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل رسنیو ته و ویل، دغه وسلې او قاچاق کوونکي د مومنددرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملياتو نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په نیول شویو وسلو کې ۳۰ برېټا تومانچې، ۲۱ کلاشينکوفونه او څلور بم غورځوونکي ټوپک شامل دي.

هغه وايي، په همدې تړاو شپږ تنه نیول شویو قاچاق کوونکو دغه وسلې له پاکستانه د پولې دې غاړې ته رلېږدولې تر څو یې طالبانو ته د جګړې په موخه ورسوي.

په ورته وخت کې له نیول شویو کسانو یو تن احمد زبیر و ویل، یو تن چې د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د دوی سره یې د دغه وسلو د لېږد پر سر د درې زره پاکستانۍ کلدارو ژمنه کړې وه.

د هغه په وینا یې یو څه وسلې یې دې خوا ته رالېږدولې، خو کله یې چې پاتې نورې هم رالېږدولې، د سرحدي ځواکونو له خوا ونیول شول.

څو ورځې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو په همدې مومنددرې ولسوالۍ کې لسګونه میله ډول ډول وسلې نیولې وې.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي