۰

روسیه: امریکا خبرې کوي، خو عمل پرې نه کوي

شنبی ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
روسیې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې امریکا له دې وړاندې هم د خپل سرتېرو د ایستلو ژمنه کړې، خو عمل یې ورباندې نه دی کړی.
روسیه: امریکا خبرې کوي، خو عمل پرې نه کوي
روسیې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې امریکا له دې وړاندې هم د خپل سرتېرو د ایستلو ژمنه کړې، خو عمل یې ورباندې نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف د ۷ زره امریکايي سرتېرو اعلان ته په اشارې وايي، روسیه منظره ده، چې امریکا دا ځل په خپلو ژمنو عمل کوي که نه.

خو په وینا یې مسکو هیله من دي، چې امریکا دا ځل په خپله ژمنه وفا وکړي او په رښتیا هم خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي، ځکه په خبره یې دا د افغانستان په ګټه ده.

د کرملین ویاند ټینګار کړی، چې ، دوی باثباته افغانستان د ځان او سیمې په ګټه بولي او دا هر څه له دې خاورې د امریکایي ځواکونو په وتلو پورې تړلي دي.

د پیسکوف په خبره روسیه د سیمې هېوادونو په مرسته هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د افراطي نظریو د بیا پراخېدو مخنیوى وکړي.

باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې پنشنبې په ورځ له افغانستان د یو شمېر سرتېرو د ایستلو اعلان کړی، چې د امریکايي رسنیو په خبره ښايي تر ۷ زره پورې امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي او دا لړۍ به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي