د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

1 جدی 1397 ساعت 14:50

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي.


په افغانستان کې د ناتو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېلر چې پرون فراه ته د دغه ولایت د امنیتي جاج اخسیتو په موخه تللی دغه څرګندونې هلته کړې او ټینګار یې کړي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به تل د هغوی تر څنګ ولاړ وي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان زیاتوي، چې نړیوال ځواکونه به د سولې، یووالي او ملي ګټو د تامین لپاره په افغانستان کې پاتې وي.

جنرال مېلر وايي، دوی به تر هغو پورې له افغانستان او افغان ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، تر چې په دې هېواد کې سراسري سوله او ثبات رامنځ ته شوی نه وي.

دغه امریکايي جنرال یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان د کابو ۷ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 111579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com