اندونیزیا کې سونامي ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

2 جدی 1397 ساعت 8:46

د اندونیزیا د تنګه سوندا ټاکو کې سونامي لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې دوه تنه تري تم شوي هم دي.


د اندونیزیا د تنګه سوندا ټاکو کې سونامي لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې دوه تنه تري تم شوي هم دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اندونیزیا اعلان کړي، چې دغه سونامي د کراکاتوا ټاپو په یوه غره کې  اورشېندنې د سیند په منځ کې زلزله رامنځ ته کړې او بیا ناڅاپه نیمه شپه کې د اوبو لوی موجونه د استوګنې پر سیمو ورغلي دي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو مدیریت مشر په خپل ټویټر ویلي، چې په دې سونامي کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښې د پانډګلانګ، سویلي لامپانګ او سرانګ سیمې اغېزمنې کړې او د چارواکو په خبره ښايي د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ورستیو کې، د اندونیزیا په یو بل ښار کې له سونامي رامنځ ته شوې ۷،۵ درجې زلزلې شاوخوا دو زره کسان وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com