۰

د ننګرهار د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شوې

یکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د تېرټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په ترڅ کې د ننګرهار ولایت لومړۍ پایلې هم اعلان کړې.
د ننګرهار د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شوې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د تېرټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په ترڅ کې د ننګرهار ولایت لومړۍ پایلې هم اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شپه پر خپل وېب سایټ د ننګرهار پایلې اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نوې څېرې بریالی شوې دي.

د لومړنیو پایلو د اعلان پر بنسټ عبدالکریم کریمی، عبدالروف شپوڼ، نبي الله باز، عبدالناصر مومند، ابرارالله مراد، داکتر لعل محمد درانی، بي بي حاجي لیلما ولي حکیمي او ډېوه نیازي هغه کسان دي، چې نوي له ننګرهار ولسي جرګې ته بریالي اعلان شوي دي.

دغه راز فریدون خان مومند، امیر محمد یار، میرویس یاسیني، الحاج حضرت علي، ارین یون او سایمه خوګیانۍ هغه کسان دي، چې اوس هم د پارلمان وکیلان دي او راتلونکې ولسي جرګې ته هم بریالي شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس دغه بریالیو وکیلانو هر یوه:

۱:عبدالکریم کریمی۱۰۵۸۵
۲: فریدون خان مومند: ۷۷۲۱
۳. عبدالروف شپوڼ: ۷۳۴۲
۴. امیر محمد یار: ۷۱۹۸
۵: میرویس یاسیني: ۶۶۹۸
۶: الحاج حضرت علي: ۶۴۵۲
۷: نبي الله باز: ۶۳۰۹
۸: عبدالناصر مومند: ۶۰۰۸
۹: ابرارالله مراد: ۵۵۰۴
۱۰: داکتر لعل محمد درانی: ۵۴۲۰
۱۱: ارین یون: ۴۴۴۴
۱۲: بي بي حاجي لیلما ولي حکیمي: ۳۲۵۳
۱۳: سایمه خوګیانۍ: ۲۶۷۱
او  ډیوه نیازۍ: ۱۶۸۸ رایې تر لاسه کړې دي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ننګرهار ولایت د ۲۹ نورو ولایتونو لومړۍ پایلې هم اعلان کړې وې، او اوس د کابل په ګډون له غزني پرته د دریو ولایتونو لومړنۍ پایلې پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي