فاریاب کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۳ قوماندانان وژل شوي دي

2 جدی 1397 ساعت 12:21

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه برید کړی او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه برید کړی او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په بازار قلعه سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې د قاري رحمت الله د ګروپ اړوند، ملا انور، ملا شادالله، ملا رازق، نعمت الله، نقیب الله او سخي داد، دغه راز د طالبانو د ترهګریزه بریدونو د همغږي کوونکي اسدالله د ګروپ اړوند ملا سردار، امان الله، ملا بصیر او اسماعیل وژل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د مولوي عبدالولي د ګروپ اړوند ملا داود، ملا هارون او جان محمد هم وژل شوي او ۱۳ واړه وژل شوي کسان د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې ۸ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، د تېرې پنشنبې او پرون ورځ هم د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ګڼو طالبانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 111609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com