تخار کې د عام نظم قوماندان وژل شوی دی

2 جدی 1397 ساعت 12:33

سیمه ییز چارواکی امنیتي وايي، د تخار د عام نظم قوماندان ډګرمن شاه طاووس د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکی امنیتي وايي، د تخار د عام نظم قوماندان ډګرمن شاه طاووس د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ډګرمن شاه طاووس پر موټر نن دوشنبې د مرغومي دوهمه د قندوز د خان آباد ولسوالۍ د چهارتوت په سیمه کې وسله والو طالبانو برید کړی دی.

د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ظاهر وايي، په دغه برید کې د عامه نظم قوماندان ډګرمن شاه طاووس وژل شوی او پنځه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي قوماندان طاوس له امنیه قوماندانۍ سره له همغږۍ پرته حرکت کړی وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111611

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111611/

جمهور
  https://www.jomhornews.com