۰
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان:

هېڅ څه نه دي بدل شوي له افغان ځواکونو به زموږ ملاتړ دوام ولري

یکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۲
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو ته غبرګون کې وايي، په دې برخه کې یې تر اوسه کوم حکم نه دی تر لاسه کړی.
هېڅ څه نه دي بدل شوي له افغان ځواکونو به زموږ ملاتړ دوام ولري
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو ته غبرګون کې وايي، په دې برخه کې یې تر اوسه کوم حکم نه دی تر لاسه کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي حیات الله حیات سره لیندنه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د کمولو په برخه کې یې تر اوسه کوم حکم نه دی تر لاسه کړی او په وینا یې که چېرته یې ځواکونه کم هم شي دوی به له افغان ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جنرال مېلر په خپلو خبرو کې ویلي«هېڅ څه بدلون نه دی کړی نن ورځ هم د پرون په شان ده او راتلونکې به هم همداسې وي، ما تر اوسه د ځواکونو د کمولو په اړه کوم حکم نه دی تر لاسه کړی، خو که چېرې دا کار وهم شي، له افغان ځواکونو به زموږ ملاتړ دوام ولري.»

هغه ټینګار کړی، چې امریکایي ځواکونه به تل د افغان حکومت او افغان ولس تر څنګ ولاړ وي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به یې یوازي پرې نه ږدي.

د ناټو غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان زیاتوي، چې په افغانستان کې باید تاوتریخوالی نور پای ته ورسېږي ځکه د دې ناخوالو پور افغانان ورکوي او نور باید ټول اړخونه د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي.

جنرال مېلر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د تېرې جمعې ویلي، چې له افغانستانه خپل اووه زره سرتېري وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي