۰

مشرانو جرګه له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی ارزوي

یکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۲
مشرانو جرګې د دې جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته دنده سپارلې تر چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي په اړه ارزونه وکړي.
مشرانو جرګه له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی ارزوي
مشرانو جرګې د دې جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته دنده سپارلې تر چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي په اړه ارزونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار نن یکشنبې د مرغومي دوهم په عمومي غونډه کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر د سناتورانو تر غبرګونو وروسته د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته دنده وسپارله، تر څو یاده موضوع د مشرانو جرګې د نظر یوالي په موخه و ارزوي.

د هغه په وینا چې سناتوران د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه سر له اوسه بېلابېل نظرونه لري خو ښه به دا وي، چې له ارزونو وروسته د سناتورانو نظرونه سره یو شي تر څو جرګه په دې اړه یوه مشخصه موضوع ولري.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار و ویل افغان ځواکونه پیاوړي دي او په مېړانه له خپل ولس او خاورې دفاع کولی شي، نو که چېرې امریکايي ځواکونه وځي په امنیت به کوم منفي اغېز ونه کړي، بلې د افغان ځواکونو روحیه به لا پیاوړې شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دولت باید نور په امنیتي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي پرخو کې پر خپلو پښو ودرېږي او پر بهرنیو مرستو خپله تکیه راکمه کړي.

سناتور نادر بلوچ هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکايي ځواکونو د شتون ګټه افغان ولس ته نه رسېدلې او اوس که وځي هم کومه منفي اغېز به ونه کړي.

د هغه په وینا افغان ولس له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې، د امریکا، روسیې او پاکستان د ګټو په خاطر قرباني شوي او نور سولې ته جدي اړتیا لري.

خو ځینو سناتورانو بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو اندېښنه وښوده او دا یې د امریکا د ولسمشر له خوا د وخته وړاندې ګام وابله.

سناتور باختر امین زي و ویل، ټرمپ دا پرېکړه په ډېر بېړه کړې او ان په دې برخه کې یې د خپل بهرنیو چارو وزارت او افغان دولت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده کړې.

د هغه وېره دا وه، چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به افغانستان یو ځل بیا خپل تېر حالت ته وروګرځي او افغان ولس به بیا په جګړو او ناخوالو کې وسوځي.

د جرګې غړې ګلالۍ اکبري هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لري او نه بیاد د خپلې کمزوۍ قرباني افغانستان کړي.

د هغې په وینا په افغانستان کې له سولې او ثبات او دغه راز د امنیتي تړون تر عملي کېدو پرته چې د افغان ځواکونو تجهیز دی، د امریکايي ځواکونو وتل به ډېر زیانوونکي وي.

باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له افغانستان د کابو ۷ زره سرتېرتېرو د ایستلو اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي