۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته راغلی دی

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څلورو هېوادونو ته د سفر په لړ کې کابل ته را رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته راغلی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څلورو هېوادونو ته د سفر په لړ کې کابل ته را رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي نن دوشنبې د مرغومي درېیمه کابل ته راغی او دلته به له افغان چارواکو سره په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، سولې، امنیت او نورو مسایلو خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې قریشي له افغان چارواکو سره تر لیدونو او خبرو وروسته له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې هم خبرې وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي، قریشي به تر کابل وروسته چین، روسیې او ایران ته هم سفرونه وکړي او د یادو هېوادونو له چارواکو سره به په سیمه کې د روانو مهمو مسایلو مسایلو مفصل بحثونه ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې  پاکستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې ښې شي او پر دوه اړخیزو اړیکو بحثونه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې نېږدې دوه اوونۍ وړاندې هم قریشي کابل ته د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی وو.

په دغه ناسته کې د درې واړه هېوادونو له خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک شوه، چې پر مټ به یې درې واړه هېوادونه په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو له بله همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي