۰

ناټو د افغان سولې او ثبات په تړاو غونډه جوړوي

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
ناټو چارواکي وايي، ډېر ژر ده، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یوه غونده جوړه کړي.
ناټو د افغان سولې او ثبات په تړاو غونډه جوړوي
ناټو چارواکي وايي، ډېر ژر ده، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یوه غونده جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ناټو د دې غوندې د جوړولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې امریکا له افغانستان د یو شمېر ځواکونو د ایستلو اعلان کړی دی.

د ناټو یوې ویاندې اونا نونجسکو ویلي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د خپلو دوامدارو ژمنو په پام کې نیولو سره غونډه جوړه کړي.

که څه هم تر اوسه نه ده جوته شوې، چې د افغان سولې او ثبات به تړاو به د ناټو غونده کله جوړېږي، خوښکاري، چې دغه غونده به په راتلونکو څو ورځو او یا هم د نوي میلادي کال له کریسمس څخه وروسته جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي