۰

چین له پاکستان سره د جنګي جت الوتکو جوړلو پټ تړون راپورونه رد کړل

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
د چین د امریکايي رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې چین له پاکستان سره د جنګي جټ الوتکو او نورو نظامي تجهیزاتو په جوړلو کې پټ تړون لري.
چین له پاکستان سره د جنګي جت الوتکو جوړلو پټ تړون راپورونه رد کړل
د چین د امریکايي رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې چین له پاکستان سره د جنګي جټ الوتکو او نورو نظامي تجهیزاتو په جوړلو کې پټ تړون لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چین او پاکستان د سي پک پروژې سربېره چې ۶۰ ملیارد ډالره پانګونه به پرې وشي، تازه د جنګي جټ الوتکو او نورو نظامي تجهیزاتو چې په پاکستان کې به جوړېږي یو پټ تړون کړی دی.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون اینګ چې د سي پک پروژې په اړه یې رسنیو ته خبرې کولې و ویل، چې د امریکايي ورځپاڼې دا راپور رټ ناسم دی او چین له پاکستان سره په نظامي برخه کې کوم پټ تړون نه لري.

د هغه په وینا سي پک یوازې د اقتصادي همکاریو یوه ستره پروژه ده، چې د دواړو هېوادونو ملي او اقتصادي ګټې په کې نغښتې دي.

امریکايي رسنۍ په نظامي برخه کې د چین او پاکستان د یوه پټ تړون څخه پر داسې مهال راپور ورکړي، چې پاکستان او چین له دې وړاندې هم د جي ۱۷ جنکي الوتکو د جوړولو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی دی.

معلومات ښيي، چې پاکستان دا مهال له دې جي ۱۷ جنګي الوتکو څخه ۸ الوتکې په خپل واک کې لري او د دغه هېواد دولت هڅه کوي، چې شمېر یې ۴۰ تنه ورسوي.

د نورو جنګي الوتکو په پرتله د جي ۱۷ الوتکو ښوالی په دې کې دي، چې سپکې دي، په نامناسبه هوا کې الوت کولای شي، په پرمختللي نړیوال معیار جوړې شوې او ان د هستوي وسلو د لېږد وړتیا لري.

دغه الوتکې د پاکستان د پوځ اړوند د کامرا په کارخونه کې د پاکستان پلازمنې اسلام آباد ته نېږدې جوړېږي.

جي ۱۷ الوتکې د لومړي ځل لپاره په چین کې جوړې شوې او په ۲۰۰۳ میلادي کې یې لومړی الوت وکړ.

پاکستان په رسمي ډول دغه الوتکې په کابل ۲۰۱۰ کې تر لاسه کړې، چې په کې د پاکستان برخه ۵۸ سلنه او د چین هغه ۴۲ سلنه وه.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي