۰

د متیس پر ځای پټرېک شاناهن د امریکا دفاع وزیر ټاکل شوی

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزارت مرستیال پټرېک شاناهن د جنرال جیمز متیس پر ځای سرپرست وزیر ټاکلی دی.
د متیس پر ځای پټرېک شاناهن د امریکا دفاع وزیر ټاکل شوی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزارت مرستیال پټرېک شاناهن د جنرال جیمز متیس پر ځای سرپرست وزیر ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه د شاناهن د ټاکل کېدو اعلان کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی به د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې خپله دنده پیلوي.

د امریکا ولسمشر په ټوېټر لیکلي، چې پټرېک شاناهن تکړه کس بللی او ویلي یې دي، چې نوموړی د دفاع وزارت د مرستیال په توګه ډېرې لاسته راوړنې لري.

ټرمپ د دفاع وزارت لپاره نوی وزیر پر داسې مهال ټاکي، چې د تېرې جمعې په ورځ جنرال جیمز متیس له خپلې دندې استعفا وکړه.

متیس ویلي و، چې په ځینو مسایلو کې له ولسمشر ټرمپ سره د نظر اختلاف لري او له همدې کبله اړ شو چې دفاع وزارت پرېږدي.

راپورونه وايي، متیس له هغې وروسته دنده پرېښوده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.

له سوريې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره یوازې متیس نه بلکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو بل لوړ پوړي چارواکي، چې سوریه کې یې داعش ضد جګړه رهبري کوله هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي