سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ملکي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د مرغومي دوهمه د غزني د ده یک ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د ملکي وګړو ټونس موټر له غزني پکتیکا ته په لاره و، چې د ده یک ولسوالۍ په اړه سیمه کې د سړک د غاړې خښ شوي ماین باندې ختلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې ټول سپاره ۷ کسه ملکي وګړي وژل شوي دي، خو دا نه ده معلومه چې ښځې او ماشومان هم په کې شته که نه.
د غزني د والي ویاند وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:غزني