افغان هوايي ځواک څلور نورې چورلکې تر لاسه کړې دي

3 جدی 1397 ساعت 9:45

ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک څلور نورې ایم ډي ۵۳۹ ډوله چورلکې، چې د بمبار وړتیا لري تر لاسه کړې دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک څلور نورې ایم ډي ۵۳۹ ډوله چورلکې، چې د بمبار وړتیا لري تر لاسه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید احمدغفور زیاتوي، چې دغه چورلکې امریکا افغان هوايي ځواک ته ورکړې، چې ورته پیلوټان ښه روزل شوي دي.

د هغه په وینا دغه چورلکې نور پیاوړي تخنیکي کارکوونکي هم لري او په جګړه ییزو عملیاتو کې به ترې ګټه اخستل کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دغه چورلکې په عملیاتو او جګړو کې ډېر اغېزمنې وبللې او وايي، اوس مهال په ډېرو عملیاتو او جګړو کې له همدې بمبار کوونکو چورلکو کار اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تازه اعلان کړی، چې د ۲۰۱۹ زېږديز کال د مارچ تر میاشتې پورې به افغان هوایي ځواکونو ته ۷ نوې جنګي او کشفي الوتکې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111636

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111636/

جمهور
  https://www.jomhornews.com