۰

اندونیزیا کې د سونامي مرګ ژوبله تر ۱۰۰۰ تنو واوښته

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۳
اندونیزیا کې د شوې سونامي له امله د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره تر ۱۰۰۰ تنو اوښتې او وېره ده، چې نوره هم زیاته شي.
اندونیزیا کې د سونامي مرګ ژوبله تر ۱۰۰۰ تنو واوښته
اندونیزیا کې د شوې سونامي له امله د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره تر ۱۰۰۰ تنو اوښتې او وېره ده، چې نوره هم زیاته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا د سوماترا ټاپو څنډو کې د تېرې شنبې په ورځ اورشیندي سمندر کې سختې زلزلې د ابو لویې څپې جوړې کړې او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد هېواد د طبعي پېښو سره د مبارزې چارواکي ویلي، په دغه سونامي کې تر اوسه ۲۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۸۴۳ پورې نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکو د اناک کراکاتوا اورشیندي سره نږدې خلکو ته ویل شوي چې له سمندرغاړې لرې اوسي، ځکه وېره شته چې بله سونامي وشي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مقابلې ادارې مشر ویلي، د هواپوهنې، اقلیم پوهنې او جیو فیزیک سپارښتنې دا دي چې خلک باید د اوبو څنډې ته ور نه شي او تر یو وخت پورې دې له سمندرغاړې لرې اوسي.

هغه زیاته کړه، لا هم د یوې بلې سونامي د پېښېدو وېره شته.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې بندو سړکونو ژغورونکي او مرستندویه ډلې له ستونزو سره مخ کړي، خو د هوا له لارې سختو زیانمنو سیمو ته د توکو رسول روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي