۰

وسله والو غزني کې یوه ځوانه مېرمن په ډزو وژلې ده

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په غزني ښار کې د یوې ځوانې مېرمنې کور ته ورننوتي او هغه یې په ډزو وژلې ده.
وسله والو غزني کې یوه ځوانه مېرمن په ډزو وژلې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په غزني ښار کې د یوې ځوانې مېرمنې کور ته ورننوتي او هغه یې په ډزو وژلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، دغه پېښه پرون یکشنبې د مرغومي ۲ مه ماښام مهال شاوخوا ۵:۰۰ په غزني ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، څلور تنه وسله وال په ښار کې د یوې ځوانې مېرمنې کور ته ورننوتي او پر هغوی یې ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ډزو کې دغه ځوانه مېرمن وژل شوې او یو ورو یې ټپي شوی دی.

د هغه په وینا برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه قتل انګېزه نه ده معلومه، خو ویل کېږي، دغه ۲۰ کلنې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل مېړه څخه جدا او په غزني ښار کې د خپل پلار په کور کې اوسېده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي