د کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې یو شمېر وسله والو له موټر بم وروسته د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت باندې وسله وال برید کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نن دوشنبې د مرغومي ۳ مه شاوخوا ۳:۳۰ بجې د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند د مکروریانو سیمې ته نېږدې د ټولګټو چارو وزارت او شهیدانو او معلولینو چارو معنیت ته څېرمه دوه چاودنې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي لومړی د درېیم مکروریانو په سیمه کې یو موټر بم چاودنه شوې او وروسته څو تنو وسله والو له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده.
نوموړي و ویل، چې په دغه سیمه کې د یوناما دفتر، د ټولګټو چارو وزارت او د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت دي، خو تر اوسه د برید کوونکو د برید هدف نه دی معلوم، چې کوم ځای دی.
د هغه په وینا امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او سیمه دا مهال په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې ده، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي لومړی دوه چاودنې وشوې او وروسته وسله وال کسان د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت ته د ننه شول او جګړه روانه ده.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل