۰

د کابل برید مرګ ژوبله ۶۸ تنو ته ورسېده

سی شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
روغتیايي چارواکي وايي، کابل کې د پروني شوي موټربم او وسله وال برید مرګ ژوبله ۶۸ تنو ته رسېدلې ده.
د کابل برید مرګ ژوبله ۶۸ تنو ته ورسېده
روغتیايي چارواکي وايي، کابل کې د پروني شوي موټربم او وسله وال برید مرګ ژوبله ۶۸ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهورآژانس د خبر له مخې پرون دوشنبې د مرغومي درېیمه د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې په مکرویانو سیمه کې د شهیدانو او معلولانو چارو پر معینیت او ټولګټو وزارت برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، لومړی یوه ځانمرګي موټر بم برید وکړ او وورسته نور وسله وال د شهیدانو او معلولانو چارو پر معینیت او ټولګټو وزارت برید وکړ.

له برید سره سم ځانګړي امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او له وسله والو سره یې جګړه پیل کړه، چې نېږدې ۷ ساعته یې دوام وکړ او د شپې په لسو بجو د دریو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

کورنیو چارو وزارت په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ۲۵ تنه او د ټپیانو هغه ۲۰ ته ښيي خو د عامې روغتیا وزارت وايي، ۶۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح زیاتوي، چې په برید کې تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳ تنو ته رسېدلی او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې بیانې خپرولو سره دا برید غندلی دی او د ولسمشر غني له خولې زیاته شوې چې وسلوال د مخامخ جګړې توان نه لري، ځکه په ولس بریدونه کوي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه برید پر داسې مهال په کابل کې کېږي، چې ولسمشر غني تازه اسدالله خالد د ملي دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکلي، چې د وسله والو طالبانو سرسخته مخالفین بلل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي