د امریکا د پوځ مشر:

افغانستان کې د امریکا ماموریت به له پلان سره سم مخ ته ځي

4 جدی 1397 ساعت 9:53

د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ چې افغانستان ته راغلی وايي، په دغه هېواد کې به د امریکا پوځي ماموریت هماغسې، چې پلان شوی مخ ته به روان وي.


د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ چې افغانستان ته راغلی وايي، په دغه هېواد کې به د امریکا پوځي ماموریت هماغسې، چې پلان شوی مخ ته به روان وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډانفورډ دغه څرګندونې پرون دوشنبې د مرغومي ۳مه کابل ته نېږدې په یوه پوځي اډه کې سلګونو امریکايي سرتېرو ته د رخصتۍ د لمانځلو په مراسمو کې وکړې.

نوموړي دغه سرتېرو ته په خبرو کې و ویل، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت هماغسې چې پلان شوی دوام کوي.

جنرال ډانفورډ زیاته کړه« شاوخوا بېلابېلې اوازې خپریږي، خو هغه ماموریت چې تاسو یې نن لرۍ کټ مټ هماغه ماموریت چې تاسو پرون درلود.»

هغغه امریکايي پوځیانو ته دا هم ویلي، چې ډاډمنه به کړي که کوم بدلون راځي، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر پرې سمدستي خبر شي چې څه پېښیږي.

د امریکا د پوځ مشر دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ امریکايي رسنیو راپورونه ورکړل، چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان د ۷ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان کړی دی.

تر دغه راپورونو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت له چاروکو سره خبرو کې ویلي و، چې تر اوسه یې د سرتېرو د کمولو په اړه کوم امر نه دی تر لاسه کړی، بلکې هر څه چې پرون وو نن همد دي او راتلونکې کې به هم وي.

د هغه په وینا که چېرې له افغانستانه د سرتېرو کمولو خبره هم وي، له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ به دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com