۰

چین او پاکستان پر افغان سوله خبرې کړې

سی شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۴
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته رسېدلی او هلته یې له خپل چنايي سیال سره پر افغان سولې خبرې اترې کړي دي.
چین او پاکستان پر افغان سوله خبرې کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته رسېدلی او هلته یې له خپل چنايي سیال سره پر افغان سولې خبرې اترې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورنه وايي، وانګ یي او قرشي په سیمه کې د روانو حالاتو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ او په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

چین پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان سولې په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي ځکه د هغه په وینا په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او د لویو اقتصادي پروژو پلي کېدو ته ورسره زمینه برابرېږي.
تر اوسه د چین او پاکستاني چارواکو د دغه لیدنې او خبرو نور جزیات نه دي په داګه شوي.

خو وانګ یې تر دې وړاندې هم د کابل، بېجنګ او اسلام آباد تر منځ کابل کې له درې اړخیزه غونډې وروسته له افغان چارواکو سره لیدونو او خبرو کې ویلي و، چې هېواد به یې پاکستان وهڅوي، چې پر طالبانو له خپل نفوذ په ګټې دغه ډله له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي.

تر هغه غوندې وروسته پرون دوشنبې د مرغومي دوهمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوهم ځل لپاره کابل ته راغی او له ولسمشر غني او بهرنیو چارو وزیر رباني سره یې وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویل، چې د افغان چارواکو او قریشي خبرې تر ډېره د افغانستان پر سوله او سیمه ییزه همکارۍ راڅرخېدې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، قرشي له افغان چارواکو سره ژمنه وکړه، چې طالب مشران به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي.

قرشي تر کابل وروسته چین ته تللی او په پام کې ده، چې ایران او روسیې ته هم لاړ شي او هلته د چارواکو سره د سیمې او افغانستان پر سولې او ثبات خبرې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي