د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

ښايي ولسمشرۍ ته د نوم لیکنې موده وغځول شي

4 جدی 1397 ساعت 12:54

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپانې په خپرولو سره اعلان کړی، چې ښايي ولسمشرۍ ته د نوم لیکنې موده وغځول شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپانې په خپرولو سره اعلان کړی، چې ښايي ولسمشرۍ ته د نوم لیکنې موده وغځول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د وخت او څرګندوالي په اړه په ټول هېواد کې د اجماع پر رامنځ ته کېدو کار روان دی.

د دغه کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوملیکنه د جدیې په لومړۍ نېټه پیل شوې ، خو تر دې دمه هېڅ نوماند د نوملیکنې لپاره نه دی ورغلی.

دغه کمېسیون وايي، همدې ته په کتو ښايي د ولسمشرۍ له پاره د نوم لیکنې په موده کې تغیر راشي او دغه موده نوره هم وغځول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روانې میاشتې تر ۱۲مې به د نوملیکنې پروسه په نورماله توګه روانه وي، خو تر هغه وروسته به د کمیسیون پرېکړې ته په کتو دغه موده غځول کېږي.

سرچینه ټینګار کوي، د دې لپاره چې د نوماندانو لپاره د سلا مشورو زمینه برابره شي او دوی وکړی شي چې د نوملیکنې شرایط پوره کړي نو ښايي د نوملیکنې موده وغځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111684

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com