۰

د هرات لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوی دی

سی شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د هرات لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوی دی.
د هرات لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د هرات لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده جمهور خبري آژانس ته وویل، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هرات د زوال ولسوالۍ په عزیزآباد ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د هرات له پاره د طالبانو نظامي مسوول جاوید مشهور په مولاداد له خپلو درې ملګرو سره یو ځای موټر کې چېرته روان و، چې بې پیلوټه الوتکې په نښه کړی.

د هغه په وینا په دې برید کې مولاداد له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای وژل شوی او موټر یې له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې پر وسله والو طالبانو د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه زیات شوي، چې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په خبره ګڼ مهم قوماندان، والیان او ولسوالان یې وژل شوي او جګړیزه روحیه یې له لاسه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس: یحی فولادي
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي