د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، کابل کې د تېرې ورځې په برید سره طالبانو وښوده، چې دغه ډله د سولې د مخامخ خبرو جرآت نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن سه شنبې د مرغومي ۴ مه کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې د کابل د تېرې ورځ خونړۍ برید وسله والو طالبانو کړی دی.
که څه هم طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي، خو ډاکتر عبدالله وايي، دغه برید طالبانو کړی او د دې لپاره چې د خلکو باور لاسته راوړي په دا ډول بریدونو کې لاس لرل ردوي.
وسله والو تېره ورځ د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند د مکرویانو سیمه کې د ټولګټو چارو وزارت او د شهیدانو او معلولینو معنیت باندې لومړی موټر بم او وروسته وسله وال برید وکړ.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو پر اساس په دې برید کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس دغه برید په کلکو ټکو وغانده او ټینګار یې دا و، چې دغه برید طالبانو کړی او دا ډله د مخامخ خبرو وړتیا او جرآت نه لري.
ښاغلي عبدالله و ویل، طالبانو په ابوظبۍ کې هم د افغان حکومت له ټاکل شوي پلاوي سره خبرې ونه کړې چې دا سولې ته د دې ډلې نه ژمنتیا په ډاګه کوي.
نومووړي دغه راز بې ځایه شویو ته د مرستو پر عادلانه وېش ټینګار وکړ او ویې ویلو چې اړوند ارګانونه باید په دې برخه کې د روڼوالي په پام کې نیولو سره بې ځایه شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش