د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مخکني وزیر عبدالرازق وحیدي درېیمه محکمه هم د ځانګړې محکمې له خوا تر سره او نوموړی بې ګناه ثابت شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وحیدي د څارنوالانو له خوا پر فساد او غیر قانوني ټکانو په تور تورن شوی و، چې نن سه شنبې د مرغومي ۴ مه یې د ځانګړې محکمې له خوا درېیمه محاکمه هم تر سره شوه.
نوموړي تر دې وړاندې هم د ځانګړې محکمې له خوا دوه ځلې ورغوښتل شوی، دواړه وار یې محکمه بې پایلې پای ته ورسېده، خو د محکمې د نن په درېیمه جلسه کې نوموړي برآت حاصل کړ او د محکمې له خوا بې ګناه اعلان شو.
وحیدي وړاندې او اوس پر ځان لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي و او ویلي یې و، چې د ده پر ځای باید د مالیې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي باید محاکمه شي، ځکه د ده په خبره هغه د ریل سیستم د نه جوړولو په تور باید محکمه شي.
نوموړي د نن جلسې ته د حکیمي انځورونه هم له ځان سره وړي و او په خپل دې حرکت سره یې د مالیې د پخواني وزیر د محاکمې غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل