۰

چین له پاکستانه په افغان سوله کې د رښتینې همکاري غوښتنه کړې

چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له پاکستان غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنګښت په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.
چین له پاکستانه په افغان سوله کې د رښتینې همکاري غوښتنه کړې
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له پاکستان غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنګښت په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ دغه څرګندونې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو تر خبرو وروسته په یوه خبري غونده کې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په بېجنګ کې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاندې هووا چونینګ وايي، چینايي او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د وروستي وضعیت او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه دوه چارواکو تر ناستې او خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې پاکستان ته په افغان سولې کې د رښتینې همکارۍ سپارښتنه کړې ده.

د نوموړې په وینا، چین له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې رښتینې همکاري وکړي او هڅه وکړي له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.

چین وايي دوی غواړي چې افغانستان او پاکستان پخپلو کې ښې اړیکې ولري او په دې توګه په سیمه کې د روانو ناندریو لمن ټوله شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي