۰

ولسمشر غني د ایران د ملي امنیت سلاکار سره وکتل

پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت سلاکار علی شمخاني سره کتلي او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د ایران د ملي امنیت سلاکار سره وکتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت سلاکار علی شمخاني سره کتلي او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی شمخاني پرون چهارشنبې د مرغومي ۵ مه کابل ته راغی او لومړی ورسره د هغه افغان سیال ډاکتر حمدالله مجب، وروسته افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او بیا ولسمشر غني ورسره په ارګ کې وکتل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو او مناسباتو د لا پراختیا، د افغانانو پر رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع د ارزښت او د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، ولسشمر غني په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات کیلي وبلله او ویې ویل، چې دوی د تلپاتې او با عزته سولې په برخه کې د هر هغه اقدام هر کلی کوي چې افغانان خپلې دغه هیلې ته رسولی شي.

په ورته وخت کې سرچینه وايي، ایران هم ویلي چې دوی په دې برخه کې همکاري کوي او د افغانستان سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي