۰
نیویارک ټایمز:

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ځنډ د سولې له خبرو سره تړاو لري

پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، چې دې دغه ټاکنو ځنډ د سولې له خبرو سره اړیکه لري.
د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ځنډ د سولې له خبرو سره تړاو لري
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، چې دې دغه ټاکنو ځنډ د سولې له خبرو سره اړیکه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې زیاته کړې، امریکا غواړي له طالبانو سره تر ټاکنو مخکې یوې پایلې ته ورسېږي نو له همدې امله ښايي ټاکنې ځنډول شوې وي.

خو د ځینو سیاسي ګونونو لوړ پوړو کسانو بیا ورځپاڼې ته ویلي، چې د ټاکنو د ځنډ یو لامل د کمېسیون بې نظمي او بل د سولې خبرې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي هم وايي ښايي د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې وځنډېږي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ټاکنو ځنډېل حتمي دي، خو دا چې څومره به وځنډول شي په دې اړه خبرې روانې دي.

ویل کېږي، ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو په اړه له حکومت، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره هم خبرې اترې پيل کړي دي.

بل خوا ځینې سرچینې وايي، ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنې ۳ میاشتې ځنډولې او دغه ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري د ۳۱ مې نېټې پر ځای په چنګاښ میاشت کې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي