۰

روسیه وايي، د افغان ستونزې د حل لپاره یې نوی پلان جوړ کړی

پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
روسي چارواکي وايي، د افغان ستونزې حل ته مو نوی پلان جوړ کړی او که امریکايي ځواکونه کم شي افغانان به سولې ته یو قدم نور هم نېږدې شي.
روسیه وايي، د افغان ستونزې د حل لپاره یې نوی پلان جوړ کړی
روسي چارواکي وايي، د افغان ستونزې حل ته مو نوی پلان جوړ کړی او که امریکايي ځواکونه کم شي افغانان به سولې ته یو قدم نور هم نېږدې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان ستونزې د حل لپاره یې یو نوی پلان جوړ کړی او که له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي افغانان به یو ګام نور هم سولې ته نېږدې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف زیاته کړې، مسکو په افغانستان کې د روان بحران د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او دلته د روانې جګړې د پای غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې د همدې په خاطر یې په افغانستان کې د ستونزو د پای ته رسېدو لپاره نوې لارې چارې پيدا کړې دي.

لاروف زیاته کړې، مسکو په دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو سره تر مشورې وروسته یو نوی پلان جوړ کړی دی چې د مسئلې د ښکېلو خواوو لپاره به هم د منلو وړ وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې روسیه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکراتو او روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکې ده او مسکو کولای شي د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

بل خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، د امریکايي ځواکونو کمول به د سولې په پروسه کې ډېر ګټور اقدام وي.

ماریا زخارووا په یوه خبري غونډه کې ویلي مسکو د دې کار هر کلی کوي او دا اقدام به افغانان یو قدم نور هم سولې ته نږدې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په باور که امریکا په افغانستان کې د سرتېرو کمولو پلان عملي کړي، نو ښايي د ټولې سیمې له هرکلي سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي