افغانستان کې د داعش ویاند په هوايي برید کې وژل شوی دی

6 جدی 1397 ساعت 10:48

امنیتي سرچینې وايي، په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې یو ویاند د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.


امنیتي سرچینې وايي، په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې یو ویاند د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې د دغه داعش دغه ویاند په ختیځ ننګرهار ولایت کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی.

که څه هم سرچینې د داعش د دغه ویاند د وژل کېدو کره ځای په ګوته نه کړ، خو پرون ملي دفاع وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي و، چې افغان ځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه، مومنددرې او بټي کوټ ولسوالۍ کې د دریو داعشیانو په ګډون ۴۹ وسله والي په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې وژلي دي.

امنیتي سرچینې زیاتوي په افغانستان کې د داعش دغه وژل شوی ویاند سلطان عزیز عزام نومېږي، خو دا چې د کومې سیمې اوسېدونکی دی په اړه یې معلومات نه لري.

سرچینه وايي، سلطان عزیز عزام وړاندې تر دې چې د داعش ویاند شي په یوه سیمه ییزه راډیو کې د ویاند په توګه دنده تر سره کوله او وروسته داعشي شو.
 
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com