غزني کې پر طالبانو موټر بم چاودنې پنځه تنه وژلي دي

6 جدی 1397 ساعت 14:42

د غزني سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د یوه موټر بم په چاودنه کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د غزني سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د یوه موټر بم په چاودنه کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې د غزني له امنیه قوماندانۍ خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه پېښه د غزني ولایت د ده یک وسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې د پېښې د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وايي طالبانو غوښتل د ده یک ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم برید وکړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې خپله پر دوی چاودلی او پنځه طالبان په کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې طالبان وزارت د غزني په مرکز او قرباغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۱۱ طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني


د مطلب کود: 111774

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111774/

جمهور
  https://www.jomhornews.com