۰
پخواني طالب چارواکی سید اکبرآغا:

د افغان حکومت، امریکا او طالبانو د سولې راونه پروسه ښايي ناکامه شي

پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۸
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وايي، هغه کړنلاره چې افغان حکومت امریکا او وسله والو طالبانو سولې ته د رسېدو په هدف په مخه کړې یو اړخیزه ده او ښايي ناکامه شي.
د افغان حکومت، امریکا او طالبانو د سولې راونه پروسه ښايي ناکامه شي
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وايي، هغه کړنلاره چې افغان حکومت امریکا او وسله والو طالبانو سولې ته د رسېدو په هدف په مخه کړې یو اړخیزه ده او ښايي ناکامه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیداکبرآغا دغه څرګندونې نن پنشنبې د مرغومي ۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ښکېلو لورو د سولې روانې خبرې ښايي پایله ورنکړي او ناکامې شي.

په ورته وخت کې نوموړي سولې ته د رسېدو په پار د یوې طرحې د جوړلو خبر ورکړ، چې په وینا یې د دغه طرحې په پلي کېدو سره ښايي، حکومت، امریکا او طالبان په افغانستان کې تل پاتې سولې ته ورسېږي.

ښاغلي اکبرآغا په دغه طرحه کې د جګړې د دوام لاملونه، د سولې پر وړاندې خنډونه، او حل لارې یې په ګوته کړې دي.

په دغه طرحه کې راغلي چې بهرنیو ځواکونو شتون، د ګاونډیو لاسوهنې، د شریعیت نه پلي کول، اداري فساد، په حکومت او طالبانو کې د علمي او سیاسي ظرفیتونو نشتوالی، د ملي یووالي نشتوالی، پر طبعي سرچینو د بهرنیو او کورنیانو تر منځ کشمکش هغه عوامل دي، چې جګړه یې توده ساتلې ده.

هغه د سولې په اړه د خبرو اترو روانه پروسه یوه معما وبلله، چې په وینا یې تر اوسه هېڅوک ترې خبر نه دي، چې رښتیا څه دي او تر اوسه چې کومې خبرې روانې وې یو اړخیزه وې.

د سید آکبر آغا په خبره دغه خبرې ځکه یو اړخیزه وې، چې په یوه غونډه کې به طالبانو حضور نه درلود او په بله کې بیا افغان حکومت، چې ښه بېلګه یې د ابوظبۍ وروستۍ ناسته وه، چې هغه هم بې پایلې پای ته ورسېده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دوی په طرحه کې غوښتنه دا دهو چې د بین الاافغاني خبرو اترو لپاره باید یو مناسب وخت او ځای برابر او ښکېل لوري خپل داسې استازي ورته معرفي کړي، چې افغان، حکومتو ولس او طالبانو ته د منلو وړ وي.

ده و ویل، چې د سولې په خبرو کې باید نور له ناکامو تجربو کار ونه خستل شي او د ولس رښتینو غوښتنو ته پاملرنه وشي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي