د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز افغان ولسمشر ته تلېفون کړی او دواړو لورو پر افغان سولې خبرې اترې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورنه وايي، ملک سلمان ولسمشر غني ته ژمنه ورکړې، چې د افغانستان په سوله کې به همکاري کوي.
د سعودي پاچا ټینګار کړی، ویلي افغانستان کې روانه شخړه یوازې د خبرو او پخلاینې له لارې حل کېدای شي او سعودي به د افغانستان د سولې په بهیر کې به له افغانانو سره بشپړه مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په هدف په خپل هېواد کې د یوې غونډې تابیا کړې ده.
په سعودي کې د افغان سولې په تړاو د بلې غونډې تر سره کېدا پرېکړه په اماراتو کې د امریکا، طالبان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازو تر منځ شوې وه.
هغه مهال ځینو طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي و، چې دغه غونډه به د جنورۍ په ۱۵ مه تر سره او په کې به مهمې او بنسټیزه پرېکړې وشي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم تایید کړې، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړېدونکې ده، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د بلې غونډې په اړه لا بحثونه وروستي شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل