۰
د کړکېچ نړیوالې ډله:

له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي

شنبی ۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۹
د کړکېچ نړیوالې ډلې له افغانستان نه په بېړه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو خبردارۍ ورکړی، وايي، که دغه اقدام وشي نو افغانستان کې به یو ځل بیا کورنۍ جګړه ونښلي.
له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي
د کړکېچ نړیوالې ډلې له افغانستان نه په بېړه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو خبردارۍ ورکړی، وايي، که دغه اقدام وشي نو افغانستان کې به یو ځل بیا کورنۍ جګړه ونښلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ډلې په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل هغه موضوع ده چې په افغانستان او نه هم په سیمه کې ملاتړي لري.

راپور زیاتوي، چې گاونډیان او د افغانستان په چارو کې نور ښکیل هیوادونه په ځانگړې توگه ایران، پاکستان، روسیه او چین، ټول غواړي چې امریکا له افغانستان نه ووځي، خو هیڅ یو یې په بیړه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلوی نه دی.

دغه ډلې خبردارۍ ورکړی، چې که په بېړه له افغانستانه امریکايي ځواکونه وایستل شي، نو دا کار به د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو سبب شي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې ٢٠١٨ کال د افغانستان لپاره تر بل هر وخت خونړۍ بللی او ویلي یې دي، چې په روان کال کې په افغانستان کې د جګړو له امله د ملکي وګړو، پوځیانو او طالبانو په ګډون څه د پاسه ۴٠ زره کسان وژل شوي دي.

یاده ډله دا خبردارۍ پر داسې مهال ورکوي، چې تېره اوونۍ امریکايي رسنیو راپور ورکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر ټرمپ له افغانستان د ۷ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي