په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه پېښه پرون جمعه د مرغومي ۷ مه د غزني ښار اړوند په ارزو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو هلک او یو ځوان وژل شوي او د یوې کوچینۍ نجلۍ په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم غزني کې د ولسي وګړو په ټونس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
جمهورخبري آژانس:غزني