کابل او کندهار کې د نشه يي توکو درې قاچاق کوونکي نیول شوي

9 جدی 1397 ساعت 10:36

کورنیو چارو وزارت د کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې د نشه يی توکو د قاچاق په تور د درې قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت د کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې د نشه يی توکو د قاچاق په تور د درې قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قاچاق کوونکي او ورسره ۴ کیلو او ۶۱۳ ګرامه نشه يي توکي د حامد کرزي او کندهار په هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې نیول شوي نشه يي توکي شیشه دي او قاچاق کوونکو غوښتل هغه له هېواده بهر ولېږدوي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، قاچاق کوونکو یاد نشه يي توکي په څلور تختې ځان پاک کې ځای پر ځای کړي و، چې د سرحدي پولیسو له خوا تر پېژندلو وروسته ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111846

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111846/

جمهور
  https://www.jomhornews.com