۰
د امریکا دفاع وزارت:

د افغانستان حالت د ممکنه سیاسي جوړ جاړي خوا ته روان

یکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۶
د امریکا دفاع وزارت کانګرېس ته په یوه تازه راپور کې ویلي، د افغانستان حالت د ممکنه سیاسي جوړ جاړي خوا ته روان دي.
د افغانستان حالت د ممکنه سیاسي جوړ جاړي خوا ته روان
د امریکا دفاع وزارت کانګرېس ته په یوه تازه راپور کې ویلي، د افغانستان حالت د ممکنه سیاسي جوړ جاړي خوا ته روان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون په دې کلني راپور کې د افغانستان د وروستي یوه کال د حالاتو ارزونه شوې او د پرمختګونو او راتلونکي کال د ننګونو په اړه په کې معلومات ورکړل شوي دي.

امریکا غږ وايي، په دې راپور کې د افغانستان په ننګونو کې د سياسي بې ثباتۍ، د امنيتي ځواکونو پر ظرفيتونو او د افغانستان په کورنيو چارو کې د سيمه ييزو طاقتونو د لاسوهنو يادونه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، د افغانستان امنيتي حالات ګډوډ دي، د ٢٠١٨ کال په لومړيو کې د نړيوالو پوځي سلاکارانو له زياتېدو سره حالات لږ ښه شوي وو، د طالبانو د هغو پرمختګونو مخه ونيول شوه، چې له ٢٠١١ کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې يې درلودل.

په راپور کې راغلي چې ډيپلوماتيک، مذهبي، پوځي او ټولنيز فشارونه د دې لامل شول چې طالبان د سولې خبرو ته اماده شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي